افغانستان نه اېستل شوي افغانان امریکايي کمپونو کې لۀ سختو ستونزو شکایت کوي

0
168

افغانستان نه اېستل شوي افغانان امریکايي کمپونو کې لۀ سختو ستونزو شکایت کوي

ددې تر څنګ په ابوظبي کې هم په یوه نظامي اډه کې پراته کډوال وایي چې له شاوخوا ۳ میاشتو راهیسې په دې نظامي اډه کې حضور لري او له سختو ستونزو سره مخ دي. دوی له امریکايي حکومت غوښتي چې ژر تر ژره یې برخلیک روښانه کړي.

(2021 / 11 / 14  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

په امریکايي کېمپونو کې پراته افغان کډوال له سختو ستونزو سره مخ دي.

د امریکا په یوه کمپ کې شته کډوالو رسنیو ته ویلي چې د ژمي موسم راغلی دی، دوی ته واکسین ورکړل شوي، د کرونا ټیسټونه یې منفي دي خو بیا هم له میاشتو راهیسې په امریکايي اډو کې پراته دي.

دغه کډوال وایي چې د ژمي موسم راغلی دی، په نظامي اډو کې د ژوند امکانات کم دي او ددې احتمال شته دی چې له سختو ستونزو سره مخ شي.

اړوند موضوعات: 

امریکا د افغان کډوالو؛ د لېږد او ځای پر ځای کولو لپاره ځانګړې استازې ټاکلې ده

کډوال وايي چې شاوخوا ۴۵ زره کسان په دې نظامي اډه کې پراته دي او له دې ډلې ۴۰ سلنه یې ماشومان دي.

Leave a reply