د پاکستان د مثبت کردار نړۍ ستاینه کوي: د افغانستان د بهرنیو چارو مرستیال وزیر بیان

0
172

باغي ټي وي رپورټ
د افغانستان د بهرنیو چارو مرستیال وزیر مولوي امیر خان متقي پي ټي وي سره په خبرو اترو کښې ویلي دي چې د افغانستان په اړه د پاکستان مثبت کردار نړۍ ستاینه کړې ده.

د اې پي پي یو رپورټ مطابق په دې مرکه کښې د افغانستان اسلامی امارت د بهرنیو چارو مرستیال مولوي امیر خان متقی اوویل چې د ګاوندي هیواد پاکستان سره غواړو چې اړیکو او دوه اړخیز تجارت ته وده ورکړو.
هغه زیات کړه چې د نړۍ هیوادونه د پاکستان مثبت رول ستیانه کوی او د پاکستان مثبت رول اعتراف ی کړې دې، نوموړی زیاته کړه چې په افغانستان کښې امن د پاکستان لپاره امن دې او د افغانستان خاوره به هیڅ کله هم د پاکستان او بل هیواد په ضد استعمال نه شی او مونږ نه غواړو چې افغانستان د نړیوالو قوتونو د دښمنانو مرکز جوړ شي.
متقي اوویل چې په افغانستان کښې ۴۰ کاله پس امن راغلې دې او وس په افغانستان کښې یو اسلامی حکومت راغلې چې دا د ټول افغانستان اولس نمایندګي کوي، د افغانستان په موجوده حکومت کښې د ټول افغان اولس او قبیلو نمایندګي شته دې . هغه زیاته کړه چې په افغانستان کښې امن راتلل او د جنګ ختمیدل د ټولې سیمې په ګټه کښې دې.
هغه اوویل چې په افغانستان کښې ۷۵ سلنه د تعلیمي ادارې پرانستل شوي دي او زیات د جونو سکولونو هم پرانستل شوي دي، متقي اوویل چې د پخواني افغان حکومت چې څومره ښځینه کارکوونکې وې ،هغوی له موجوده حکومت تنخواګانې ورکوي او دوی په خپلو دفترونو کښې کار کوي.

Leave a reply