وزیراعظم عمران خان په بلوچستان کښې په پرمختیایی پروژو عملی کولو او پیل کولو زور ورکړې دې

0
225

باغي ټي وي رپورټ
د پاکستان وزیراعظم عمران خان په یو بیان کښې ویلي دې چې په بلوچستان صوبه کښې د جاري پرمختیایی پروژو د جاج اخستلو لپاره به هره میاشت ددې پروژو د معاینه کولو او ددې پروژو په مخ کښې د راپیښ خنډونو جاج اخستلو او دا خنډونه لرې کولو لپاره د جایزې اخستلو د غونډي مشري کوم.

وزيراعظم عمران خان د سوئېلي بلوچستان پرمختګ لپاره د پرمختيائي پېكج 655 ارب روپو په 200 پرمختيائي پروژو عملي کولو او په دې پروژو کار چټک کولو لپاره هر مياشت د ايپكس كمېټۍ او هر 15 ورځې پس د ايګزيكيوشن كمېټۍ په غونډه كولو زور راوړې دې. عمران خان دا هم ویلي دي چې د بلوچستان مسئلې د هېواد نورو برخو څخه مختلف دي ځكه چې د هغوي آبادي خپره شوې او د اوږدو مودو د فاصلو په سبب مونږ له به د بلوچستان د خلكو د ژوند ښه کولو لپاره یو غېر روايتي حل لټول وي.
د اې پي پي رپورټ مطابق وزيراعظم دا خبرې د سوئېلي بلوچستان د پرمختيائي پېشرفت جاج اخستلو په مهال د اعلٰی كچ غونډې مشري كولو په مهال كړې دې.
په دې موقع عمران خان ده اړوند چارواكو ته لار ښودنه وکړه چې د تربت هوائي ډګر سره سره دې په ګوادر او تربت كښې هم په ۲ نرسنګ کالجونو جوړولو کار پیل کړې شي.
۔نوموړی د منصوبه بندۍ وزارت٬د توان وزارت٬د سمندري چارو وزارت او د بلوچستان حكومتي چارواکو ته هدايت وكړو چې پېكج له مخې دې ټرانسپورټ٬توان او انفراسټركچر پروژو پشمول د كار رفتار تندولو لپاره په ګډه كاروکړي چې د بلوچستان عام اولس ته اسانتیاوي پیدا شی او ددوي ژوند ښه شي.

Leave a reply