پاکستان د کشمیر او فلسطین اولس په نړیواله کچه ترجماني کړې ده: شاه محمود قریشي
باغي ټي وي رپورټ
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي په یو بیان کښې ویلي چې پاکستان په نړۍ کچه د کشمیر او د فلسطین مسلمانانو د اولس لپاره غږ پورته کولو په صحیح توګه ترجماني کړې ده.
د اې پي پي رپورټ مطابق شاه محمود قریشي په ملتان کښې د سرک جوړولود بنیاد تیګې ایښودلو په وخت یوې غونډې ته په وینا کښې اوویل چې د پاکستان تحریک انصاف دا مشن دې چې غریب اولس لپاره د وړیا علاج کولو او د غریب اولس لپاره د ژوند نوراسانتیاوي ورکړي.
هغه اوویل چې پاکستان د نړۍ په کچه د کشمیر او د فلسطین مسلمانانو لپاره آواز اوچت کړې دې
نوموړي اوویل چې د وزيراعظم عمران خان مننه كوم چې زما په درخواست ی د ملتان وګړو او په خاص توګه د اېن اے 156 وګړو لپاره د 7 اربه 83 كروړه 60 لكه روپو په لګښت د مور او د ماشوم د صحت حفاظت په نامه روغتون جوړولو منظوري وركړې
هغه اوویل چې د مور او د ماشوم دا روغتون به د نړيوال معیار سهولتونو روغتون وی او دې روغتون جوړیدو سره به ددې سیمې ۱۱۹۰ کسانو ته د روزګار موقع هم په لاس راشي چې دې سره به ددې سیمې د وګړو په ژوند کښې ډیر ښه بدلون راشي.