باغي ټي وی رپورټ
د ضلع خیبر په تحصیل جمرود کښې د یوې خبري غونډې ته په وینا کښې د ملاګورو سیمې مشرانو اعلان کړې دې چې دوی به خپلو ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین ور نه کړي ترڅو چې د جمرود اې سي او تحصیلدار ددې تحصیل نه بدل نه کړې شي.
خبري غونډې ته په وینا کښې د ملاګورو د سنګ مرمر د اتحادیی صدر خان میرملاګوري، ملک حاجي داود ملاګوري، حاجی سیفور ملاګوري، همایو، سید محمد ، مراد ګل ملاګوري او نورو مشرانو اوویل چې دوی نه د جمرود اسسټنټ کمشنر او ددې تحصیل دتحصیلدار د بهرني څو غیرسرکاري کسانو په ذریعه د غیرقانوني روپو غوښتنه کوي چې دا ډیر ظلم او ناانصافي کوي.
مشرانو اوویل او تور ی ولګولو چې د غیرقانوني روپۍ نه ورکولو په نتیجه کښې د سنګ مرمر صنعت کارانو او سوداګرو ته قسم قسم ستونزې او خنډونه رامنځ ته کوي چې ددوی کاروبار ډیر بد متاثر کوي .
هغوی اوویل چې دوی به مجبور شي چې د لس زره د ماربل فیکټریو مزدورانو سره د پولیو واکسین مهم، خسره او د روبیلا واکسین لګولو مهم نه په مکمل توګه د بایکاټ اعلان وکړي .
هغوی اوویل چې د جمرود انتظامیه او دې سره د ملاګوري تحصیل تحصیلدار دې ددې سیمې نه بدل کړې شي او ددوی خلاف دې حکومتي چارواکي پلټنې وکړي. مشرانو اوویل چې د ددې افسرانو د غیرقانوني ټیکس اخستلو نه دوی تنګ راغلي دي اوی دا افسران دې ددې سیمې نه بدل کړې شي او دلته دې نور ایمانداره افسران مقرر کړې شي.
په ضلع خیبر کښې اولس خپلوماشومانو ته د پولیو ضد قطرې ورکولو نه انکار کړې دې










Leave a Reply