ترهګرو سره نښته، په بلوچستان کښې دوه پاکستاني سرتیري شهیدان شوي

0
98

باغي ټي وی رپورټ
د پاکستان فوځ د عامې اړیکو ادارې آیی ایس پي نه خپور شوې یوې خبرپانړې مطابق د بلوچستان په تربت او خوا او شا سیمه کښې د بهرني هیواد حمایت لرونکي د ترهګرو ګروپ په ضد پاکستان سیکوریټي ځواکونو عملیات وکړل، دا عملیات ی هغه وخت پیل شول چې په دې سیمه کښې ددې ترهګر ګروپ خبر سیکوریټي ځواکونو ته ورکړل شول.
د آیی ایس پي آر د رپورټ مطابق د خالي په ورځ جاري شوي خبر پانړې مطابق کله چې امنیتي ځواکونو ترهګر مخه ونیوله او ددوی محاصره ی وکړه نو ترهګر او د سیکوریټي ځواکونو ترمینځ نښته پیل شوه.
د رپورټ مطابق په د ترهګر له طرف نه ډزې پیل شوي چې په نتیجه کښې ی دوه سرتیري شهیدان شوي دي، ددې شهیدان شوو سرتیرو پيژندنه د سپاهي رمضان چې د ضلع سرګودها څخه ی تعلق دې شوې ده، د بل شهید شوي سرتیري تعلق د خیبر پښتونخوا صوابۍ ضلعې نه دې او نامه ی لانس نایک لیاقت اقبال ښودل شوې ده.
د رپورټ مطابق خیبر پښتونخوا په ضلع لکی مروت کښې هم د ترهګرۍ یوه بده پیښه شوې ده، ترهګرو د عام اولس د تګ راتګ په لار کښې چاودیدونکي مواد ځای په ځای کړي وو، کله چې دا ایښودل شوي چاودیدونکي مواد د شنډولو کوشش وشو نو په دې پیښه کښې انعام الله شهید شوي دې.
د رپورټ مطابق داسې ویل شوي دي چې د پاکستان امنیتي ځواکونه د ترهه ګرو له ماتې ورکول لپاره ژمنه عملی کوي او ترهګرو ته به ماتي ورکوي چې په بلوچستان او د ملک په نورو سیمو کښې امن قایم شی او په دې سیمو کښې پرمختګ وشي.

Leave a reply