په تورخم پوله د کورونا واکسین لګولو کمپاین پیل شوې دې

0
60

باغي ټي وي رپورټ
په پاک افغان پوله تورخم د سرکاري سرچینو مطابق د پاکستان ته را داخیلیدونکي چې عمر ی د ۱۸ کالو نه زیات وي، د کورونا ویکسین لګولو کمپاین پیل شوې دې.

په تورخم کښې د صحت محکمې رسنیو ته ویلي دي چې نن د صحت محکمې چارواکو په تورخم پوله د ویکسین لګولو معاینه هم وکړه او په پوله مقرر د صحت ادارې اهلکارو سره ی هم وکتل.
د صحت محکمې یو اهلکار رسنیو ته اوویل چې نن د صحت محکمې ضلع خیبر مشر ډاکټر قاسم عباس او ایف ایس ایم او ډاکټر عثمان د تورخم د کورونا ویکسین او سکریننګ مرکز دوره هم وکړه او په مرکز کښې مقرر د صحت محکمې اهملکارو د کار معاینه ی وکړه.
په دې موقع د صحت محکمې چارواکو د تورخم په کورونا سنټر مقرر د صحت اهلکارو د خدمت ستاینه وکړه او دوی ته لارښودنه وکړه چې د مسافرو خدمت دې جاري ساتي.

Leave a reply