کاناډا او امریکا لۀ افغانانو سره پۀ مرستو ټینګار کړی 

0
206

.کاناډا ویلي دوی هڅه کوي په دې حساسو شرایطو کې له افغانانو خپل ملاتړ ته ادامه ورکړي او له امریکا سره په ګډه د افغانانو د ساتنې او مرستو لپاره همکارۍ کوي.

امریکايي لوري هم ویلي چې د امریکا او کاناډا ترمنځ د اړیکو د لا پراختیا لپاره هڅې روانې دي او دواړه متحد هېوادونه به له افغانانو سره ګډې همکارۍ ته ادامه ورکوي.

(2021 / 11 / 13  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

کاناډا او امریکا له افغانانو سره د مرستو پر دوام ټینګار کړی دی. د راپورونو له مخې د کاناډا د بهرنیو چارو وزیر له خپل امریکایي سیال انتوني بلینکن سره کتلي دي.

په دې لیدنه کې د ګڼو نورو مسایلو تر څنګ پر افغانستان او بشردوستانه مرستو هم خبرې شوې دي.

.کاناډا ویلي دوی هڅه کوي په دې حساسو شرایطو کې له افغانانو خپل ملاتړ ته ادامه ورکړي او له امریکا سره په ګډه د افغانانو د ساتنې او مرستو لپاره همکارۍ کوي.

امریکايي لوري هم ویلي چې د امریکا او کاناډا ترمنځ د اړیکو د لا پراختیا لپاره هڅې روانې دي او دواړه متحد هېوادونه به له افغانانو سره ګډې همکارۍ ته ادامه ورکوي.

په دې لیدنه کې د نړۍ پر نورو مهمو موضوعاتو هم خبرې شوې دي او دواړو هېوادونو یې په اړه د واحد دريځ پر رامنځ ته کولو ټینګار کړی دی.

Leave a reply