م،م وايي چې روانه میاشت مو زرګونه افغانانو ته مرستې رسولې دي

م،م وايي چې روانه میاشت مو زرګونه افغانانو ته مرستې رسولې دي
سرچینه دغه راز وایي چې، په ختیځ کې شاوخوا ۱۵۰ زره کسان، په شمال کې شاوخوا ۳ زره کسان، په لودیځ کې شاوخوا ۱۴ زره کسان د بشردوستانه مرستو مستحق ګڼل شوي چې ژر به پر دوی اړین توکي ووېشل شي.
(2021 / 11 / 13 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
ملګري ملتونه وايي روانه میاشت یې تر دې دمه په افغانستان کې لسګونه زره کسانو ته بشردوستانه مرستې رسولې دي. د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې یا اوچا ویلي چې د دوی کارونه په پوره چټکۍ مخ ته روان دي او هره ورځ هڅه کوي چې د بشردوستانه مرستو مستحق کسان تشخیص کړي او مرستې ور ورسوي.
سرچینه وایي چې روانه میاشت یې تر دې دمه د هېواد په شمال ختيځ کې یې شاوخوا ۹۵ زره کسانو او په خوست کې شاوخوا ۱۶ سووه کسانو ته بشردوستانه مرستې وېشلې دي.
اړوند موضوعات:
د م،م د بشري مرستو د همغږۍ کمېټه وايي چې لا هم د افغان ماشومانو ژوند ندی خوندي
سرچینه دغه راز وایي چې، په ختیځ کې شاوخوا ۱۵۰ زره کسان، په شمال کې شاوخوا ۳ زره کسان، په لودیځ کې شاوخوا ۱۴ زره کسان د بشردوستانه مرستو مستحق ګڼل شوي چې ژر به پر دوی اړین توکي ووېشل شي.
د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې دوی هڅه کوي چې د ژمي تر را رسېدو مخکې په ټول هېواد کې اړمنو کسانو ته اړینې مرستې ووېشي او په دې توګه د انساني ناورین مخنیوی وکړي.






