د م،م د بشري مرستو د همغږۍ کمېټه وايي چې لا هم د افغان ماشومانو ژوند ندی خوندي 

0
153

د م،م د بشري مرستو د همغږۍ کمېټه وايي چې لا هم د افغان ماشومانو ژوند ندی خوندي 

دغه دفتر پر یاده موضوع اندېښنه څرګنده کړې ده او له اړوندو ادارو څخه یې غوښتنه کړې ده چې د دغو ګواښونو د کمېدو برخه کې اړینه همکاري وکړي.

 

(2021 / 11 / 11  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکې ادارې (اوچا) ویلي چې افغان ماشومان لا هم خوندي نه دي او تر اوسه پورې یې له جګړې پاتې شونې او ماینونه ژوندونه اخلي.

یاد سازمان د یو راپور په خپرولو سره زیاته کړې ده چې که څه هم په تېرو دریو میاشتو کې په افغانستان کې د تاوتریخوالي کچه ټیټه شوې ده خو په دغه هېواد کې د تېرې شل کلنې جګړې په لړ کې په لارو او کوڅو کې اېښودل شوي ماینونه او نور ناچاودي توکي د ماشومانو ژوند اخلي او په تېرو دریو میاشتو کې یې تر پنځو د زیاتو ماشومانو ژوند اخیستی دی.

اړوند موضوعات: 

په افغانستان کښې دې د ماشومانو حفاظت وشي: د یونیسیف غوښتنه

دغه دفتر پر یاده موضوع اندېښنه څرګنده کړې ده او له اړوندو ادارو څخه یې غوښتنه کړې ده چې د دغو ګواښونو د کمېدو برخه کې اړینه همکاري وکړي.

Leave a reply