افغان لوري لۀ پاکستاني لوري سره پۀ سوداګرۍ او دوه اړخیزو اړیکو خبرې کړې دي

0
77

افغان لوري لۀ پاکستاني لوري سره پۀ سوداګرۍ او دوه اړخیزو اړیکو خبرې کړې دي 

ويل شوي، چې د ویزو په برخه کې به هم پاکستان اسانتیاوې راولي، په نړیواله کچه به د افغانستان د موجوده سیاسي ستونزو حل او د بشري مرستو په جلب او جذب کې به د زمينې په برابرولوسره مرسته وکړي.

 

(2021 / 11 / 13 نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د پاکستان صدراعظم عمران خان د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیر خان متقي سره لیدلي دي.

د ا.ا وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې د پاکستان صدراعظم عمران خان د پاکستان له لارې د هندوستان د مرسته شويو غنمو د انتقال په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړی.

اړوند موضوعات: 

په پایه تخت کابل کښې د محمد صادق او امیر خان متقي ملاقات

مجاهد زياتوي، چې ‏متقي له عمران خان څخه وغوښتل څو د تورخم او چمن دروازو او افغان سوداګريزو توکو ته د دغه هېواد له بندرونو څخه ترانزيټ کې عملي اسانتياوې راولي.

نوموړی وايي، عمران خان ژمنه وکړه چې د پاکستان له لارې د افغان توکو ترانزيټ کې به د پام وړ اسانتيا راشي.

د مجاهد د معلوماتو له مخې، ‏همدا ډول عمران خان ژمنه وکړه چې د واګه بندر له لاری به د هند هېواد مرسته شویو غنمو ته اجازه ورکړي.

ويل شوي، چې د ویزو په برخه کې به هم پاکستان اسانتیاوې راولي، په نړیواله کچه به د افغانستان د موجوده سیاسي ستونزو حل او د بشري مرستو په جلب او جذب کې به د زمينې په برابرولوسره مرسته وکړي.

Leave a reply