په پایه تخت کابل کښې د محمد صادق او امیر خان متقي ملاقات

0
397

باغي ټي وي رپورټ
د افغانستان په پایه تخت کابل کښې د پاکستان سفیر منصور احمد په خپل ټویټر پانړه لیکلي چې د وزیراعظم عمران د افغانستان لپاره خصوصي نماینده محمد صادق د افغانستان وزیرخارجه سره ملاقات کړې دې .

د پاکستان سفیر لیکی چې محمد صادق او د امارت اسلامی افغانستان له طرفه ټاکل شوې وزیرخارجه امیرخان متقي د دواړو ګاونډی هیواد اولس ته د سفري سهولتونو ورکولو په مسلو ټینګار کړې دې.
یاده دې وی چې په پاکستان کښې د کورونا مریضانو د شمیر زیاتیدو او ددې مرض د مخنیوي لپاره د پاکستان حکومت( این سي او سی) ادارې د میی کال ۲۰۲۱ نه تراوسه پورې په پوله تګ راتګ بندیز لګولې دې، پاکستانیان د تورخم له لارې پاکستان ته راتلې شی او هم دغه شان افغانان د پاکستان نه د تورخم له لارې خپل هیواد ته تلې شي.
یاده دې وی چې هغه افغانان چې د علاج لپاره پاکستان ته راتلل غواړي ، کولې شي چې د علاج لپاره پاکستان ته راشي. دا ملاقات په دې وخت کښې شوې چې د اسلامی امارت ویاند مولانا ذبیح الله د ملګري ملتونو نه غوښتي چې دوی په رسمي توګه اوپیژني، د نورو مسلمان او مغربي هیوادونو نه هم طالبانو نه غوښتنه کړې ده چې په افغانستان کښې دې د امارت اسلامی افغانستان حکومت په رسمي توګه اوپیژندل شی او د نړۍ ټول هیوادونو دې افغاستان سره اړیکې ټینګې کړي.

Leave a reply