د روغتیا نړۍوال سازمان د راپور پۀ اساس سږکال افغانستان کې زرکونه ماشومان د شري ناروغۍ نیولي دي
د روغتیا نړۍوال سازمان د راپور پۀ اساس سږکال افغانستان کې زرکونه ماشومان د شري ناروغۍ نیولي دي
د روغتیا نړیوال سازمان ویاندې مارګریت هاریس ویلي، په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو لپاره د شري ناروغي د مرګ سزا ده. په افغانستان کې د روان کال له پیل راهیسې د شري ناروغۍ ۲۴ زره قضیې په کلینیکونو کې ثبت شوي او ۲۳۹۷ یې په لابراتورونو کې د معایناتو له مخې هم تثبیت شوي دي.
(2021 / 11 / 13 نېټه باغي ټلویزویون)
بشپړ راپور
د روغتیا نړیوال سازمان وایي سږ کال د افغانستان په بیلا بیلو برخو کې د شرې ناروغۍ زرګونه ماشومان نیولي او نږدې ۱۰۰ یې مړه کړي دي.
دغې نړیوالې ادارې خبرداری ورکړی که په سمدستي توګه اقدام ونشي ښایي نور ډیر ماشومان به مړه شي. د روغتیا نړیوال سازمان همدارنګه ویلي چې په افغانستان کې د خوراکي توکو کمښت او په ماشومانو کې د خوارځواکۍ له کبله د شري د ناروغۍ خپرېدل د اندېښنې وړ دي.
د روغتیا نړیوال سازمان ویاندې مارګریت هاریس ویلي، په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو لپاره د شري ناروغي د مرګ سزا ده. په افغانستان کې د روان کال له پیل راهیسې د شري ناروغۍ ۲۴ زره قضیې په کلینیکونو کې ثبت شوي او ۲۳۹۷ یې په لابراتورونو کې د معایناتو له مخې هم تثبیت شوي دي.
د روغتیا سازمان ویاندې وویل، چې له بده مرغه د ۸۷ کسانو د مړینې راپور ورکړل شوی او که ژر تر ژره عمل ونشي، لا ډیره مړینه به رامنځته شي.
ملګرو ملتونو څو ځله خبرداری ورکړی چې افغانستان د نړۍ تر ټولو د ناوړه بشري ناورین سره مخ دی او نیمایي هیواد د خوراکي توکو له کمښت سره مخ دی.
دې ادراې همدرانګه ویلي چې د ژمي په راتګ سره میلونونه افغانان د لوږې او هیواد پریښودو سره مخ دي.