د امریکا د سنا مجلس غړی وايي چې بایډن د امریکا د تاریخ تر ټولو ناکام ولسمشر دی 

0
161

د امریکا د سنا مجلس غړی وايي چې بایډن د امریکا د تاریخ تر ټولو ناکام ولسمشر دی 

ګراهام د خپلو خبرو پر دوام ویلي چې بایډن د افغانستان له موضوع سره ډېر سطحي چلند وکړ او په ډېره کمه موده کې یې پرته له کوم تضمین څخه خپل ځواکونه له دغه هېواده وایستل او ځان یې د نړۍ په کچه بدنام کړ او دغه راز یې امریکا ټولې نړۍ ته بې حیثیته کړه.

 

(2021 / 11 / 11  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د امریکا د سنا جرګې نامتو جمهوري غوښتونکي غړي لیندسي ګراهام د متحده ایالاتو اوسنی ولسمشر جوبایډن د تاریخ تر ټولو ناکام ولسمشر بللی دی.

هغه ویلي چې بایډن د خپل عصر تر ټولو ناکام او بې کفایته ولسمشر دی.

ګراهام د خپلو خبرو پر دوام ویلي چې بایډن د افغانستان له موضوع سره ډېر سطحي چلند وکړ او په ډېره کمه موده کې یې پرته له کوم تضمین څخه خپل ځواکونه له دغه هېواده وایستل او ځان یې د نړۍ په کچه بدنام کړ او دغه راز یې امریکا ټولې نړۍ ته بې حیثیته کړه.

اړوند موضوعات: 

 ۵۵ سلنه امریکایان وايي چې بایډن د امریکا د ریاست جمهورۍ وړتیا نلري

نوموړي ټینګار کړی دی چې جوبایډن د امریکا د تاریخ د تر ټولو ناکام ولسمشر جیمي کارټر ریکارډ هم مات کړ او اوس نوموړی د ناکامو ولسمشرانو په سر کې قرار لري.

د یادونې ده چې په دې وروستیو کې په امریکا کې ترسره شویو نظرپوښتنو کې هم جوبایډن خپل محبوبیت بایللی دی او ډېری امریکایان پر دې باور دي چې نوموړی د امریکا د اداره کولو وړتیا نه لري.

Leave a reply