۵۵ سلنه امریکایان وايي چې بایډن د امریکا د ریاست جمهورۍ وړتیا نلري

0
197

 ۵۵ سلنه امریکایان وايي چې بایډن د امریکا د ریاست جمهورۍ وړتیا نلري

لۀ افغانستان څخه د بهرنیو سرتېرو تر وتلو او د امریکا د تخلیې د ناکام ماموریت له ترسره کېدو وروسته یوۀ امریکايي پوهنتون څېړنه کړې، چې پایله کې ئې ښودل شوي چې بایډن د امریکا د ریاست وړتیا نلري او هغه یو ناکام رئیس جمهور دی.

 

 

(2021 / 10 / 7  نېټه باغي ټلویزیون)

لۀ افغانستان څخه د بهرنیو سرتېرو تر وتلو او د امریکا د تخلیې د ناکام ماموریت له ترسره کېدو وروسته یوۀ امریکايي پوهنتون څېړنه کړې، چې پایله کې ئې ښودل شوي چې بایډن د امریکا د ریاست وړتیا نلري او هغه یو ناکام رئیس جمهور دی.

دوی وايي چې د بایډن د ناکام سیاست پایله وه چې امریکا ئې پة نړیواله کچه وشرموله او نړۍ ئې په امریکا بې باوره کړه، دوی وايي د امریکا د اوسني ولسمشر سیاست ناکام دی، بايډن د ادارې کنترول وړتیا نلري او وړاندې تر دې چې امریکا نوره هم په نړۍ کې وشرموي، باید استعفاء ورکړي.

خو یو ۴۵ څلوېښت سلنه امریکایان بیا وايي چې بایډن په سمه روان دی، او څه چې افغانستان کې ترسره شول هغه د امریکا د ملي ګټو لپاره اړین ؤ او باید همدغسې شوي ؤ.

۲۸  سلنه امریکایان بیا له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو پر وتلو خوښ دي او نور امریکايي وګړي بیا له افغانستان څخه د دغو سرتېرو د وتلو مخالف دي او ویلي ئې د چې د امریکايي سرتېرو وتل په دغۀ ډول چې ترسره شول د امریکا د ماتې او شل کلنو لاسته راوړنو او مصرفونو ضایع کېدل ؤ.

د بایډن اداره کابل کې د تخلیې تر ماموریت وروسته له سختو نیوکو سره مخ شوه او د امریکا ډېر شمېر وګړو بایډن یو ناکام رئیس جمهور وبالۀ.

Leave a reply