لۀ درې ورځنۍ جګړې وروسته طالباند پکتیا ولایت مقام ته دننه شول
لۀ درې ورځنۍ سختې جګړې وروسته طالباند پکتیا ولایت مقام ته دننه شول
طالبانو ادعا کړې چې تر سختې جګړې وروسته یې د پکتیا ولایت امنیه قومندانۍ او د ولایت مقام هم پۀ خپله ولکه کې راووستل
طالبانو د ډېریو نورو ولایتونو لۀ نیولو وروسته د پکتیا ولایت ته هم سقوط ورکړ، دغې ډلې پخپلو ویبسایډونو د انځورونو او ویډیوګانو پۀ خپرولو سره ویلي چې اوس مهال د پکتیا امنیه قومنداي، د ولایت مقام او نور دولتي تاسیسات د دوی پۀ ولکه کې دي.
پۀ دې وروستیو کې ډیری ولایتونه طالبانو پخپله ولکه کې راړستي او د نورو د نیولو لپاره یې سختې جګړې پیل کړي.
بل خوا بیا د جمعت اسلامي ګوند رئیس عطاء محمد نور او د جنبش ګوند رهبر دستم چې دا مهال د افغانستان پۀ شمال کې لۀ طالبانو سره پۀ جګړه بوخت دي خبر ورکړی چې دوی به لۀ بلخ، فاریاب او ځینو نورو شمالي ولایتونو پۀ کلکه دفاع کوي او د طالبانو پۀ وړاندې به جنګېږي.
همدا راز نن غرمه مهال یوې باوري سرچینې ویلي چې دوی د طالبانو ننۍ سخته حمله چې د فاریاب ولایت پۀ مرکز یې وکړه پۀ شا وتمبوله او هغوی ته یې د درنې مرګ ژوبلې ادعا هم کړې.