طالبانو تر سختې جګړې وروسته د کنړ ولایت هم ونیو

0
92

طالبانو تر سختې جګړې وروسته د کنړ ولایت  هم ونیو

 

تر څو ساعته سختې جګړې وروسته طالبان پۀ دې وتوانېدل چې د کنړ ولایت مقام، د ملي امنیت ریاست او امنیه قومنداي پخپله ولکه کې راولي.

طالبانو د یوې اعلامیې پۀ خپرولو سره ویلي چې کنړ ولایت یې تر څو ساعته جګړې وروسته پخپله ولکه کې راوستی دی.

پۀ دې وروستیو کې د افغانستان پۀ مختلفو ولایتونو کې جګړې زور اخستی چې شا و خوا یوویشت ولایتونو د طالبانو لاس ته لوېدلي، همدا راز د سختو جګړو باوجود دوحه کې د طالبانو د قطر دفتر غړي او د افغان دولت د مذاکراتي ټیم غړي هڅه کوي چې پۀ اوربند او انتقالي حکومت خبرې وکړي.

ښکېلې غاړې د اوربند او یا هم انتقالي حکومت پۀ هکله تر اوسه کومې پرېکړې ته ندي رسېدلي؛ خو سرچینې وايي چې د افغان دولت د سولې شورا رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله  لۀ طالبانو سره دانتقالي حکومت او همدا راز  اوربند پۀ اړه جوړه شوې طرحه کابل ته راوړې چې تر سلا او مشورو وروسته به بیرته قطر ته ستنېږي او د راتلونکي حکومت پۀ اړه به پرېکړه کوي.

Leave a reply