د ضلع خیبر متاثره کورنیو سره نغدې مرستې شوي دي
باغي ټي وي رپورټ
د خېبر ضلعې انتظامیې تر څارنې لاندې د باړې قوم سپاه تحصیل ۴۱۸ کورنیو سره نغدې مالي مرستې شوي دي، د مالي امداد اخستونکو کورنیو د حکومت شکریه ادا کړې ده.
ډپټي کمشنر خيبر منصور ارشد په متاثرينو کښي د سي ايل سي پي پروګرام لاندي امدادي چيکونه تقسيم کړل۔
ایڈیشنل ډپټی کمشنر (ریلیف) نوید اکبر، د باړه رائفلز کیپټن حسن په باړه تحصیل کښې د قم سپاه 418 کورنیو کښې د CLCP امدادي چیکونه تقسیم کړل.
د ضلع خیبر د ډپټي کمشنر د ټولنیزو رسنیو په پانړه دا خبر خپور شوې دې ، په خبر کښې وایی چې د سي ايل سي پي پروګرام ترمخه د ضلعي انتظاميي خيبرپختونخوا ترمخه تر اوسه پوري تقسيم شوي 12995 چيکونو مجموعي ماليت 3735.44 ميليونه روپئ دې کوم چي د 3 ارب 73 کروړه 54 لاکه 40 زره روپو معاوضي په شکل کښي تقسيم کړي شوي دي . د رپورټ ترمخه د متاثره شوو کورنیو 6901 کورونه په مکمله توګه تباه شوي وو او
6094 کورونو ته لږ زیان رسیدلې وو، دې متاثره کورنیو سره مالي مرستې شوي دي
. د یادونې ده چې سي ایل سي پي (سیټیزن لوزس کمپنسیشن پروګرام) د حکومت پاکستان هغه پروګرام او پلان دې چې ددې پروګرام ترمخه د د متاثره او زیان رسیدونکو کورنیو سره مالي مرستې کولی شي. دا خبره هم د یادونې ده چې دا پروګرام په کال ۲۰۱۵ کښې د پاکستان په هغه وخت کښې وزیراعظم منظور کړې وو او دې لپاره ی ۵ ارب روپې هم جارې کړې وی کومې به چې په پخوانۍ فاټا او وسني په ضم قبایلی ضلعو کښې دې متاثره کورنیو او زیان رسیدونکو خلقو او کورنیو ته ورکولې شي.