ملګري ملتونه وايي چې ۲۳ زره افغان روغتیا پالو ته مو معاشونه ورکړي دي
ملګري ملتونه وايي چې ۲۳ زره افغان روغتیا پالو ته مو معاشونه ورکړي دي
د راپور په حواله، د روغتیايي مرستو نړیوال وجهي صندوق سازمان ۱۵ میلیونه ډالره مرسته بېله کړې وه چې اته میلیونه ډالره یې روغتیاپالانو ته تنخواوې ورکړي او پاتې ۷ میلیونه ډالره یې د افغانستان په ۳۱ ولایتونو کې په لومړنیو روغتیایي خدمتونو لګول شوي دي.
(2021 / 11 / 11 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د ملګرو ملتونو پراختیایي ادارې ویلي، چې په افغانستان کې یې د روغتیا برخې شاوخوا ۲۳ زره کارکوونکو ته معاشونه ورکړي دي.
یادې ادارې د روغتیايي مرستو نړیوال وجهي صندوق سازمان په ګډه هغه پروګرام بېرته احیا کړی چې د نړیوال بانک په مالي مرسته په افغانستان کې د پخواني حکومت په وخت کې عملي کېده.
اړوند موضوعات:
د ا.ا.ا وايي چې نړیوال دې د خلکو د ناهیلۍ پر ځای بشري مرستې وکړي
رویټرز راپور ورکړی چې د ملګرو ملتونو پراختیايي ادارې شاوخوا اته میلیونه ډالر د دې کارکوونکو معاشونه اجرا کړي دي
د راپور په حواله، د روغتیايي مرستو نړیوال وجهي صندوق سازمان ۱۵ میلیونه ډالره مرسته بېله کړې وه چې اته میلیونه ډالره یې روغتیاپالانو ته تنخواوې ورکړي او پاتې ۷ میلیونه ډالره یې د افغانستان په ۳۱ ولایتونو کې په لومړنیو روغتیایي خدمتونو لګول شوي دي.
افغانستان کې د طالبانو تر راتګ وروسته نړیوال بانک خپل فعالیت وداروه او اعلان یې وکړ چې طالبانو ته به په مستقیم ډول پیسې نه ورکوي.
د یادونې وړ ده چې په افغانستان د ډېریو دولتي او غیر دولتي ادارو کارکوونکو هم له تېرو درېیو میاشتو راهیسې خپلې تنخواوې نه دي اخیستي.