تاجکستان وايي چې افغانستان ته د بشري مرستو پۀ ټرانزیټ کې مرسته کوو
تاجکستان وايي چې افغانستان ته د بشري مرستو پۀ ټرانزیټ کې مرسته کوو
تاجکستان یو ځل بیا ویلي چې افغانستان ته د بشردوستانه مرستو په ترانزیت کې همکاري کوي. په روسیه کې د تاجکستان سفیر د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې له استازي سره کتلي دي.
(2021 / 11 / 11 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
تاجکستان یو ځل بیا ویلي چې افغانستان ته د بشردوستانه مرستو په ترانزیت کې همکاري کوي. په روسیه کې د تاجکستان سفیر د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې له استازي سره کتلي دي.
تاجکستان ویلي چې دوی په افغانستان کې د روان وضعیت په اړه اندېښمن دي خو تر څنګ یې د بشردوستانه مرستو په رسولو کې خپلو همکاریو ته ادامه ورکوي.
د سرچینې په خبره تاجکستان تیار دی چې له خپلې خاورې افغانستان ته د بشردوستانه مرستو د ترانزیت زمینه برابره کړي او بشپړې اسانتیاوې رامنځ ته کړي.
تر دې وړاندې د تاجکستان ولسمشر اما علي رحمان هم ویلي وو چې افغانستان ته د بشردوستانه مرستو په رسولو کې همکاري کوي.