طالبان غواړي چې نړۍ دوی تسلیم کړي: د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر
باغي ټي وي رپورټ
د پاکستان په پایه تخت اسلام آباد کښې د افغانستان اسلامی امارت یو لوړي پوړې پلاوي هم شرکت کوي، نن افغان پلاوي د ټرایکاپلس په غونډه کښې شرکت کړي ، دې غونډې ته د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي هم خپله وینا کړې ده.
قریشي په خپله وینا کښې اوویل چې د نړۍ هیوادونه بیا چې د تیر وخت تیروتنې بیا تکرار نه کړي ، نړۍ دې افغانستان سره اړیکې وساتی او افغانستان سره دې په بیړني توګه بشري مرستې رسول باوري کړي.
د اې پي پي یو رپورټ مرمخه قریشي د ټرایکا پلس په غونډه کښې اوویل چې په افغانستان کښې د طالبانو حکومت غواړي چې نړۍ سره اړیکې ټینګې کړي او طالبان د نړۍ غواړي چې ددوی حکومت دې تسلیم کړې شي.
په اسلام آباد کښې تابیا شوې د ټرایکا پلس په دې غونډه کښې د روس، امریکا ، چین، پاکستان ځانګړې استازې ګډون کوي، د افغانستان اسلامی امارت پلاوې د اسلامی امارت د بهرنیو چارو وزیر مولوی امیر خان متقي په مشرۍ کښې ګډون کوي.
قریشي اوویل چې دا د پاکستان د اول ورځ نه دریځ دې په افغانستان کښې سولی او ثبات نیغ په نیغه د پاکستان په ګټه کښې دې ، هغه د ټرایکا پلس غونډې د پرانستې په موقع اوویل چې نړۍ له په کار دي چې افغانستان سره باید چې اړیکې ټینګې کړې شي او نه دا اړیکې باید زیاتې کړې شي ځکه چې د افغانستان اقتصاد د تباهې په غاړه ولاړ دې او په داسې وخت کښې د افغانستان سره مرستې او مسلسل په اړیکه کښې کیدل ډیر زیات ضروري دي.
قریشي زیاته کړه چې باور لرؤ چې ’ټرائیکا پلَس‘ به نوې افغان حكومت سره معامله روانه ساتلو ٬ د امن او استحكام ودې او تلپاتي معاشي پرمختګ كښې مرستيال ثابت شي او دې سره سره به د افغانستان دننه فعاله ترهګرو لپاره د ګنجائش مخه ونيولې شي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اووئيل چې پاکستان او افغانستان ګډ تاریخ او میراث لري، په افغانستان کښې سوله او ثبات تر ټولو نزدې ګاونډي كېدو په حېث نېغ په نېغه د پاكستان په ګټه كښې دې۔ هغه ووئيل مونږ په تېرو څلورو لسيزو كښې د كډوالو ٬ نشائي توكو او ترهګرۍ په صورت كښې د شخړې او بې ثباتۍ نېغ په نېغه زيان پورته كړې دې، قریشي زیاته کړه چې پاکستان دا موجوده صورتحال د اوږدې شخړې او جګړې ختمېدولپاره یوه ښه موقع ګنړي او دا موقع باید چې د لاسه ور نه کړې شي.
هغه اوویل چې طالبان غواړي چې نړۍ دوی تسلیم کړي او مرستې ورسره وکړي، قریشي زیاته کړه چې زه د وزیراعظم عمران خان د هغه لوظ پخلې کوم چې په افغانستان کښې ی د پرمختګ او سوکالي راوستلو لپاره کړې دې.
Foreign Minister @SMQureshiPTI inaugurates Troika Plus meeting of Special Representatives on Afghanistan. Meeting reflects Pakistan’s firm commitment to peace, stability & progress in Afghanistan @ForeignOfficePk @mfa_afghanistan @PakinAfg pic.twitter.com/tEjVCOjgGO
— Mansoor Ahmad Khan (@ambmansoorkhan) November 11, 2021
https://twitter.com/Shahid_Khan_Blo/status/1458715547319685121
………………………………………………………………………………………