ضلع خیبر کښې څومره امیدوارانو کاغذونه جمع کړي؟

باغي ټي وي رپورټ
په ضلع خیبر کښې د بلدیاتی انتخاباتو لپاره د جمرود، لنډیکوتل او باړه نه د چیئرمېن څوکۍ لپاره د نامزدګۍ کاغذونه جمع کړی شوې او د ضلع خیبر انتظامیه د امیدوارنو لسټونه را زوړند کړي دي.
د انتظامیه د فتر نه جاري مراسلې مطابق د تحصيل چئیرمین شپ لپاره د خیبر ضلعې ټول ۷۵ کسانو د نامزدګۍ کاغذونه جمع کړي دي
د لنډي کوتل څخه ٢٤، باړه څخه ٣٥ او د جمرود څخه ١٦ کسانو د نامزدګۍ کاغذونه جمع کړي دي، په تحصیل کچه د مشرۍ چوکۍ لپاره لپاره هیڅ یوې ښځې د نامزدګۍ کاغذونه نه دي جمع کړي.
د یادونې ده چې په قبایلي سیمو کښې د بلدیاتي ټاکنو په ضدد خیبر قومي جرګې د مشرانو له اړخه په پیښور هایی کورټ کښې درخواست هم جمع شوي ، پیښور هایی کورت د خیبر قومي جرګې دغه درخواست او اپیل د سماعت لپاره منظور کړې دې.
ددې جرګې مشرانو غوښتنه ده چې په قبایلي سیمو کښې دا وخت د بلدیاتي ټاکنو نه دې ، دوی وایی چې د قبایلي سیمو په صوبه کښې شاملیدل هم دوی ته نه دی قبول او هم دغه وجه ده چې په قبایلي سیمو کښې دې بلدیاتي ټاکنې هم و نه کړې شي.






