د پاکستان او اسټریلیا د کرکټ لوبډلې به نن یو بل سره لاس اوګوري

0
175

نصیب شاه شینواري
په متحده عرب امارات کښې روان د ټي-ټونټي کرکټ نړیوال جام سیمي فاینل لوبه کښې به نن د پاکستان او اسټریلیا قامي د کرکټ لوبډلې یو بل ته مخامخ شي.

د کرکټ مینه وال وایی چې په دې لنډو څو کالو کښې د پاکستان کرکټ لوبډلې اسټریلیا کرکټ ټیم ته ماتې ورکړې ده نو دې لپاه په دې سیمي فاینل کښې هم د پاکستان په اسټریلیا کرکټ ټیم نفسیاتي دباو شته دې چې په دې مقابله کښې به هم د پاکستان لوبډله د اسټریلیا کرکټ ټیم ته ماتې ورکړي.
په ورځپانړه نوای وقت اخبار کښې چاپ د یو رپورټ مطابق په ټي-ټونټي نړیوال جامونو کښې د پاکستان او اسټریلیا ترمینځ ۲۳ میچونه شوي دي ، په دې میچونو کښې ۱۳میچونه پاکستان ګټلي او صرف ۹ میچونه اسریلیا ګټلي دي. د رپورټ مطابق په دوبیی کښې پاکستان او اسټرلیا ترمینځ شوي ۷ اووه میچونو کښې پاکستان ۵ پینځه میچونه ګټلي دي.
په دې رپورټ کښې زیاتوي چې د کال ۲۰۱۸ په اکتوبر میاشت کښې د پاکستان او اسټریلیا ترمینځ د کرکټ لوبو سیریز شوې وو ، په دې سیریز کښې پاکستان اسټریلیا ته ماتې ورکړې وه چې دې نه دا څرګندیږی چې په دې لنډ تیر وخت او کالونو کښې پاکستان اسټریلیا نه زیاتې مقابلې ګټلې دي.
په رسنیو داسې رپورټ هم خپور شوې دې چې د وزیراعظم عمران خان له اړخه داسې اعلان شوې دې چې د فاینل میچ کتلو لپاره به دوی دوبیی ته سفر وکړي.

دا خبره هم د یادونې ده چې د پاکستان په کرکټ ملي لوبډله کښې د ضلع خیبر د لنډیکوتل د سیمې یو ځوان او تکړه لوبغاړې شهنشاه آفریدي هم دې، شهنشاه آفریدي په دې جام کښې هم ډیره ښه لوبه کړې ده او د کرکټ مینه والو نه ی ښه داد او ستاینه اخستې وه.

Leave a reply