ایران وايي چې امریکا لۀ افغانستان سره کړې ژمنې ندي پوره کړي

ایران وايي چې امریکا لۀ افغانستان سره کړې ژمنې ندي پوره کړي
شمخاني زیاتوي چې امریکا په سیمه کې د ټولو اوسنیو ناندریو مسووله ده، خو د سیمې هېوادونه دې د افغانستان د ثبات لپاره هڅه وکړي او د بشردوستانه مرستو لپاره دې زمینه برابره کړي.
(2021 / 11 / 11 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
ایران یو ځل بیا ویلي چې امریکا د افغانستان په اړه کړې ژمنې پوره نه شوی کړی.
د ایران د ملي امنیت سلاکار علي شمخاني په تازه څرګندونو کې ویلي چې امریکا د افغانستان په تړاو مسوولانه چلند نه دی کړی او دلته یې سخته ماتې خوړلې ده.
هغه وایي امریکا افغانستان ته د تګ پر مهال له نړیوالې ټولنې سره ژمنه کړې وه چې افغانستان کې به د ملت جوړونې لپاره کار کوي، ترهګري به ختمه وي او په دغه هېواد کې به یو پیاوړی نظام جوړوي، چې په دې ټولو ژمنو کې ناکامه شوې او تر سختې ماتې وروسته له افغانستان وتلې ده.
شمخاني زیاتوي چې امریکا په سیمه کې د ټولو اوسنیو ناندریو مسووله ده، خو د سیمې هېوادونه دې د افغانستان د ثبات لپاره هڅه وکړي او د بشردوستانه مرستو لپاره دې زمینه برابره کړي.





