ګاونډي هیواد پاکستان سره به اړیکې نورې هم پیاوړې کړو: ذبیح الله مجاهد
باغي ټي وي رپورټ
د افغانستان اسلامی امارت مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد د باغي ټي وي پښتو څانګې سره په خبرو کښې ویلي دي چې د امارت اسلامی حکومت غواړي چې پاکستان سره اړیکې ښې او مضبوطې کړو.
ذبیح الله مجاهد ویلي دي چې اسلامي امارت د خپل اصولي دریځ له مخې له ټولو ګاونډیو هېوادونو سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی.
ذبیح الله مجاهد له باغي ټلویزیون سره په ځانګړې مرکه کې اوویل چې مونږ هم له ګاونډیو هېوادونو سره د ارزښتناکو اړیکو په جوړولو کې د کارکردګۍ هیله کوو، هغه زیاته کړه چې افغانستان له پاکستان سره تاریخي اړیکې لري، پاکستان د افغانانو دویم کور دی او زموږ کډوال وروڼه اوس هم په پاکستان کې اوسېږي او د دواړو هېوادونو ترمنځ اوږده پوله ده. مجاهد اوویل چې د افغانستان او پاکستان ګډې ګټې دي.
مجاهد اوویل چې د افغانستان او د پاکستاني قوم دین، ژبه او یو شان ددې خبرې تقاضا کوي چې د پاکستان او افغانستان ترمینځ ښې ، مضبوطې او رښتونې اړیکې وي.
ذبیح الله مجاهد اوویل چې دواړه هېوادونه په اقتصادي لحاظ هم ګډې ګټې لري او هم د ا وجه ده چې اسلامي امارت له پاکستان سره خپلو اړیکو ته زیات اهمیت ورکوي. هغه زیاته کړه او ډاډ ی ورکړو چې له پاکستان سره به زموږ اړیکې نورې هم پیاوړې او پراخې شي
مجاهد د افغانستان اسلامي امارت دا دریځ یو ځل بیا تکرار کړو چې د اسلامی امارت هم دا دریځ دی او په دې ولاړ یو چې د افغانستان خاوره به د پاکستان په ګډون د بل هېواد په ضد د کارولو اجازت ورنکړي او د پاکستان خاوره باید چې د افغانستان په ضد و نه کارول شي.
د اسلامی امارت مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد اوویل چې پاکستان د افغانانو لپاره ډېر څه کولای شي. پاکستان د افغانانو لپاره د سوداګرۍ، سوداګرو ته د اسانتیاوو په برابرولو او د مالونو په لېږدولو کې رول لوبولی شي. په دې توګه د افغان کډوالو او ناروغانو د تګ راتګ په برخه کې عملي اقداماتو ته جدي اړتیا ده.
هغه اوویل او زیاته ی کړه چې اسلامي امارت پاکستان ته ترجیح ورکوي چې له افغانانو سره ښې اړیکې ولري، مجاهد اوویل چې په پوله کې لا هم ستونزې شته، د افغانانو تګ راتګ ستونزې ډېرې دي او مونږ نه غواړو چې دا ستونزې د دواړو هېوادونو د خلکو تر منیځ کرکه او نفرت پیدا کړي، هغوی اوویل چې مونږ نه غواړو چ دا ستونزې نوې هم زیاتې شي نو دې لپاره غوښتنه کوو چې د ستونزې دې هوارې شي.
دا خبره د یادونې ده چې د افغانستان د بهرنيو چارو وزير اميرخان متقي به نن پاکستان ته په درې ورځني سفر د پاکستان پایه تخت اسلام آباد ته راشي، اميرخان متقي سره به د افغان وزيرانو يو پلاوې هم ملګرى وي، د دې سفر په ترڅ کې به د پاکستان او افغانستان پر اړيکو خبرې وشي.
د افغانستان اسلامی امارت دا پلاوې به په ۱۱ او ۱۲ نومبر په اسلام آباد کښې د ټرایکا هیوادونو( پاکستان،روس، امریکا، چین) په غونډه کښې هم شرکت وکړي.