د ټي ټي پي سرتیرو ته د مفتي نور ولي محسود پیغام جاري شوې

باغي ټي وي رپورټ
دکالعدم تحریک طالبان پاکستان د مشر له اړخه ددې ګروپ سره تعلق لرونکو غړیو او سرتیرو ته د یوې مراسلې په ذریعه حکم جاري شوي دې چې دوی د څه قسم کاروایی کولو نه ډډه وکړي.
د ټي ټي پي امیر ابو منصور عاسم مفتي نور ولی محسود له اړخه په دې خبر پانړه کښې لیکل شوي دي چې د نهم نومبر نه تر ۹ دسمبر کال ۲۰۲۱ پورې زمونږ د ډزبندې معاهده شوې او دواړو فریقین ترمینځ په ډزبندۍ اتفاق شوې دې.
دا بیان د ټي ټي پي ویاند محمد خراساني په خپل ټویټر پانړه خپور کړې دې.
د یادونې ده چې څو ورځې وړاندې په رسنیو کښې داسې راپورنو خپاره شو چې د ټي ټي پي او د پاکستان حکومت ترمینځ د امن لپاره خبرې روانې دي او زر به ددوی ترمینځ د امن معاهده وشي.
د اطلاعاتو وفاقي وزیر چوهدري فواد حسین د یوبیان مطابق په دې ډزبندې او د امن لپاره راضي کولو لپاره د افغانستان اسلامی امارت مشرانو د ثالث یعني د دریم ګړي کردار ولوبول او هم دغه شان په نهم نومبر د ډزبندۍ دا معاهده وشوه.
https://twitter.com/moh_khu09/status/1457904173501063170






