درې اغېزمن هېوادونه اسلام آباد کې د افغانستان پۀ اړه جوړه شوې غونډه کې ګډون کوي

0
186

درې اغېزمن هېوادونه اسلام آباد کې د افغانستان پۀ اړه جوړه شوې غونډه کې ګډون کوي

ددې کنفرانسونو مخکینۍ دورې په مسکو کې ترسره شوې وي چې په هغه کې د سیمې د هېوادونو استازو ګډون کړی و او روسي لوري ویلي چې د افغانستان په اړه دغه کنفرانسونه به دوام کوي او د دایمي ثبات د راوستو لپاره هڅه کېږي.

(2021 / 11 / 10  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

امریکا، چین او روسیه په پاکستان کې د افغانستان په اړه جوړېدونکي کنفرانس کې ګډون کوي.

د راپورونو له مخې ټاکل شوې چې سبا پنجشنبه د روانې میاشتې په یوولسمه نېټه په پاکستان کې د ترویکا پلس لړۍ بل کنفرانس د افغانستان په اړه ترسره شي.

په دې کنفرانس کې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټوماس وېسټ هم ګډون کوي.

اړوند موضوعات: 

 هند د افغانستان پۀ اړه کنفرانس جوړوي؛ ګڼ نړۍوال هېوادونه پکښې ګډون کوي 

همدا راز د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي هم دې غونډې ته وربللی شوی دی. تر څنګ به یې د افغانستان لپاره د روسیې او چین ځانګړي استازي هم په دې کنفرانس کې ګډونوال وي.

په کنفرانس کې د افغانستان پر وضعیت، بشردوستانه مرستو او نورو مسایلو خبرې کېږي.

Leave a reply