سهیل شاهين وایي چې نړۍ سره د ښو اړیکو جوړولو ته ژمن دي 

0
71

سهیل شاهين وایي چې نړۍ سره د ښو اړیکو جوړولو ته ژمن دي 

د یادونې ده چې سهیل شاهین د افغانستان ا.ا د ملګرو ملتونو لپاره د خپل سفیر په توګه ټاکلی دی خو ملګرو ملتونو تر اوسه پورې د ا.ا دا غوښتنه منلې نه ده.

 

(2021 / 11 / 10  نېټه باغي ټلویزیړن)

بشپړ راپور 

د ملګرو ملتونو لپاره د افغانستان ا.ا ټاکل شوي استازي سهیل شاهین ویلي چې دوی له نړۍ سره د دوه اړخیز درناوي پر بنسټ د مثبتو اړیکو رغولو او په بشپړه توګه د دوحې هوکړې عملي کولو ته ژمن دي.

اړوند موضوعات: 

نړۍوال بانک وايي چې لۀ افغانستان سره د مستقیمو اړیکو کومه لار نشته  

نوموړي دغه راز پر خپل ټویټر د کورنیو چارو وزارت د سرپرست سراج الدین حقاني له قوله ویلي چې د دوی تېره جګړه د ازادي د لاسته راوړلو لپاره وه او دا یې مشروع حق و.

شاهین د همدې پر دوام لیکلي چې دوی له دې وروسته له نړۍ سره دوه اړخیز مثبت روابط غواړي او چمتو دي چې د نړۍ د اعتبار لاسته راوړلو لپاره اړین اقدامات هم وکړي.

د یادونې ده چې سهیل شاهین د افغانستان ا.ا د ملګرو ملتونو لپاره د خپل سفیر په توګه ټاکلی دی خو ملګرو ملتونو تر اوسه پورې د ا.ا دا غوښتنه منلې نه ده.

Leave a reply