د رویټرز د خبر پر حواله م،م د افغانستان پۀ اړه اندېښنه لري 

0
165

د رویټرز د خبر پر حواله م،م د افغانستان پۀ اړه اندېښنه لري 

د لاینز په وینا همدا اوس په افغانستان کې لوږه د پراختیا په حال کې ده، چارې په ټپه ولاړې دي او د جګړو د دایمي پای ته رسېدو مسئله هم د ډاډ وړ نه ده.

هغې ویلي چې په وروستۍ میاشت کې په بېلو پېښو کې په ټول افغانستان کې شاوخوا زر کسه وژل شوي او دا هر څه د افغانستان د راتلونکې په اړه اندېښنې ډېروي.

 

(2021 / 11 / 10   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

ملګري ملتونه وایي دوی په افغانستان کې د اوسني وضعیت په اړه اندېښمن دي. رویټرز د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د استازې دیبورا لاینز له خولې لیکلي چې په افغانستان کې وضعیت ورځ تر بلې کړکېچن کېږي او د ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې مسوولیت دی چې د میلیونونه وګړو ژوند وژغوري.

د لاینز په وینا همدا اوس په افغانستان کې لوږه د پراختیا په حال کې ده، چارې په ټپه ولاړې دي او د جګړو د دایمي پای ته رسېدو مسئله هم د ډاډ وړ نه ده.

اړوند موضوعات: 

ملګري ملتونه وايي چې افغان مېرمنو ته باید د زده کړو زمینه برابره شي 

هغې ویلي چې په وروستۍ میاشت کې په بېلو پېښو کې په ټول افغانستان کې شاوخوا زر کسه وژل شوي او دا هر څه د افغانستان د راتلونکې په اړه اندېښنې ډېروي.

لاینز تمه ښوودلې چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا او نړیواله ټولنه د افغانستان په اړه معقوله پرېکړه وکړي.

Leave a reply