په لنډیکوتل کښې د پاکستان مسلم لیګ ن د ګرانۍ خلاف احتجاج کړې

باغي ټي وي رپورټ
د ضلع خیبر په تحصیل لنډي کوتل بازار کښي د مسلم ليګ ن د مشرانو او نورو ځای خلقو لخوا په ملک کښي د موجوده ګرانۍ په ضد احتجاجي مظاهره وکړه، مظاهره کوونکو د ګرانۍ کمولو غوښتنه وکړه .
د ملک نورو برخو په شان د خيبر ضلعی په هیډکوارټر تحصیل لنډي کوتل بازار کښې هم د مسلم ليګ (ن) مشر او صوبای نایب صدر ظاهر شاه آفریدي په مشرۍ کښې په ملک کښې د موجوده گرانۍ په ضد احتجاجي مظاهره وشوه، د خيبر پښتونخوا ضلعې صدر اصغر اپریدی. جنرل سیکرټري ساجد افریدي. د ګوند نور مشران نوشیروان شینواری هم په دې احتجاجی مظاهره کښې شریک وو.
د سیاسي پارټۍ مشرانو په موجوده حکومت سخت تنقیدونه وکړل او غوښتنه ی وکړه چې به ملک کښې د روانه ګرانۍ زر ختمه کړې شي او د پاکستان عوام له دې ریلیف ورکړې شي، دوی اوویل که چرې دا ګرانۍ ختمه نه شوه نو دوی به دا احتجاجي مظاهري جاري وساتي.






