په لنډیکوتل کښې اقبال ورځ ونمانځل شوه

باغي ټي وي رپورټ
د ضلع خېبر لنډي کوتل په پوسټ ګريجوېټ کالج کښې نن د نومبر په نهمه نېټه د اقبال د ورځې په مناسبت يوه ځانګړې غونډه تابیا شوې وه، په دې غونډه کښې د خېبر رائفلزفورس کمانډنټ کرنل رضوان نذير خاص مېلمه وو، په غونډه کښې مقامي مشرانو، ځوانانو او زده کوونکو شرکت وکړو.
د ملک د نورو برخو په څير نن هم د خيبر لنډي کوتل پوسټ ګريجويټ کالج کښي د پاکستان د ستر شاعر علامه اقبال د ورځي په مناسبت يوه خصوصي دستوره اوشوه، د دستوري خاص ميلمه د خيبر رائفلز کمانډنټ کرنل رضوان نذير، او په دې موقع د ذکر شوي کالج نور زده کوونکو ، ځای مشران او ښوونکي هم موجود وو.
د اقبال د ورځې په مناسبت د کالج محصلینو او د غونډې نور ګډون والو ته اوویل خيبر رائفلز کمانډنټ کرنل رضوان نذير په خپله وینا کښې اوويل چې د پاکستان د ستر شاعر علامه اقبال خدمتونه به د پېړيو لپاره ياد ساتلې شي۔ د خيبر رائفلز کمانډنټ کرنل رضوان نذير وويل د تعليم نه بغير هيڅ قوم ترقي نه شي کولے نو د سيمي زده کوونکې دې په تعليم خاص توجه وکړي چې ددوی راتلونکۍ وخت روښانه شي.






