د ا.ا.ا د بهرنیو چارو د وزیر پۀ مشرۍ یو لوړ پوړی پلاوی سبا اسلام آباد ته ځي

د ا.ا.ا د بهرنیو چارو د وزیر پۀ مشرۍ یو لوړ پوړی پلاوی سبا اسلام آباد ته ځي
دۀ پۀ خبره پۀ دې سفر کې پر دوه اړخیزو اړیکو، سوداګریزو مسایلو، ترانزیت او د دواړو لورو خلکو ته په تګ راتګ د اسانتیاوو پر رامنځ ته کولو خبرې کېږي.
له متقي سره په دې سفر کې د مالیې او سوداګرۍ وزارتونو سرپرستان او په بېلو برخو کې جوړ شوي کاري ګروپونه ملتیا کوي.
(2021 / 11 / 9 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د نوي حکومت یو لوړپوړی پلاوی سبا پاکستان ته ځي. د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په تازه ټوېټ پیغامونو کې ویلي چې د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر امیر خان متقي په مشرۍ یو پلاوی سبا د پاکستان پلازمینې اسلام اباد ته په رسمي سفر ځي.
د دۀ پۀ خبره پۀ دې سفر کې پر دوه اړخیزو اړیکو، سوداګریزو مسایلو، ترانزیت او د دواړو لورو خلکو ته په تګ راتګ د اسانتیاوو پر رامنځ ته کولو خبرې کېږي.
له متقي سره په دې سفر کې د مالیې او سوداګرۍ وزارتونو سرپرستان او په بېلو برخو کې جوړ شوي کاري ګروپونه ملتیا کوي.
بهرنیو چارو وزارت وایي چې دغه کاري ګروپونه به له پاکستاني لوري سره د اړیکو د پراختیا او سوداګریزو چارو د اسانتیا طرحې او پلانونه شریکوي.






