کانټینر ټرک نه نشه یی توکي برآمد شوي

باغي ټي وي رپورټ
د ضلع خیبر په تحصیل جمرود کښې د یو ټرک نه په ډیر مقدار کښې هیروین برآمد شوي ، نشه یی توکي د ټرک په پټو خانو کښې ځای په ځای شوي وي.
د پولیس اهلکارو مطابق یو ټرک نمبر ۱۷۵: پي ایم ایف په بهګیاړي پوسته را ایسار کړې شو او د چیکنګ نه پس په دې ټرک کښې ۳ کلو او ۶۰۰ ګرام هیروین اوموندل شو کوم چې د ټرک په پټو خانو کښې ایښودل شوي وو.
پولیسو د نشه یی توکو سمګلر نیولې او پولیس سټیشن ته ی لیږلې چرته چې دې سمګلر نه پلټنې روانې دي. یاده دې وي
چې د ځایی خلقو مطابق د افغانستان نه د تورخم او په نزدې سیمو آیس، چرس او پوډر په ډیر مقدار کښې پاکستان ته قاچاق کولې شی او بیا د پاکستان مختلفو سیمو ته رسولې شي.






