په باړه تحصیل کښې د غلا پیښې زیاتې شوي
باغي ټي وي رپورټ
د ضلع خیبر په تحصیل باړه کښې د غلا پیښې زیاتې شوي دي، د ځایی خلقو مطابق په دې سیمه کښې د بجلۍ یو ټرانسفرمر نه نا معلومه غلو کوییل ویستلي او بیا ی په مخه وړې دې.
د ځای خلقو مطابق پرون شپې د باړه تحصیل د ماشومانو ادیره سره نزدې د جماعت ټرانسفارمر نه قیمتي کوویل او نورې قیمتي پرزې اوویستلې او په مخه ی وړي دي.
د خیبر یونین پاکستان مرکزي سیکرټري جنرل زاهدالله ، د مسجد انتظامیه او نور و مقامي خلقو د ضلع خیبر پولیسو مشر نه غوښتنه کړې ده چې په سیمه کښې د داسې غلو په ضد کاروایی وشی او دوی له دې سخته سزا ورکړي.
دوی اوویل چې په باړه تحصیل کښې د ډیر وخت نه داسې ناوړه پیښې شي او په سیمه کښې د کلیو د بجلۍ ټرانسفارمرو نه قیمتي پرزې ویستلې شي ، دوی غوښتنه کوي چې دداسې غلو په ضد دې سخت کاروایی وشي.
په باړه بازار کښې یو بله پیښه هم شوې ، د ځایی سرچینو مطابق یو د ډیر عمر واله زوړ بوډا تن نامعلومه کسانو په ډزو اوویشتل او سخت ی ټپي کړو. د سرچینو ترمخه دا زوړ تن چې د پنځوسو کالو نه ی عمر زیات وو، بیا روستو ساه ورکړه.