ټي ټي پي د ۹ نومبر نه د یومیاشتې پورې ډزبندۍ اعلان کړې

باغي ټي وي رپورټ
د تحریک طالبان پاکستان ګروپ په پاکستان کښې د نن نه (نهم نومبر ) نه د سیز فایر، یعني د ډزبندۍ اعلان کړې دې.
د ټي ټي پي د ویاند مطاق چې رسنیو سره ی خبرې کړي دي وایی چې په دې ډزبندې کښې نوره اضافه هم ممکنه ده که چرې دواړه فریقین خپل مینځ کښې راضي وي.
د رسنیو د رپورټ مطابق په د پاکستان په حکومت او ټي ټي پي دواړو ګروپونو باندې د ډزبندۍ معاهدې منل ضروري دي، په رسنیو کښې چا پ د رپورټونو مطابق په دې ډزبندي او د پاکستان حکومت او د ټي ټي پي ترمینځ په سولی راوستلو او د ډزبندۍ کولو کښې د افغانستان اسلامی امارت رول ولوبولې او نن د پاکستان حکومت او ټي ټي پي ترمینځ د ډزبندۍ معاهده وشوه.
د رسنیو رپورټ مطابق، فواد چوهدري ویلي دي چې د افغانستان اسلامی امارت په دې امن او د ډزبندۍ په معاهده کښې د د دریم ګړي او د سهولت کار په توګه کار وکړو، هغه زیاتوي چې دا ډیره د خوشحالۍ خبره ده چې په دې سیمه کښې ډیر وخت پس یو د امن فضا جوړه شو.
د یادونې ده چې دې نه وړاندې د پاکستان وفاقي د اطلاعاتو وزیر فود چوهدري ویلي وو چې پاکستان او د ټي ټي پي ګروپ په بشپړه توګه د امن معاهدې او د ډزبندۍ لپاره راضي دي.





