منصور احمد خان: افغان طالبان به هېڅکله هم د پاکستاني طالبانو ملاتړ ونکړي

0
104

منصور احمد خان: افغان طالبان به هېڅکله هم د پاکستاني طالبانو ملاتړ ونکړي

د افغانستان لپاره د پاکستان سفير منصور احمد خان یادې ورځپانې ته ویلي، چې دوی د هرې لارې مسله هواروي او زياته کړې يې ده په ترهګرو ډلو کې به ځينې خبرو ته تیار شي او د ځينو پرضد به پوځي عمليات وشي.

 

(2021 / 11 / 8  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

پاکستاني چارواکي وایي، چې افغان طالبانو ورته ډاډ ورکړی چې که د پاکستان حکومت سره د پاکستاني طالبانو او نورو ډلو خبرې ناکامه شي، دوی به یې پر ضد پوځي عمليات کوي.

د اکسپرس ټربیون په نامه یوې پاکستانۍ ورځپاڼې لیکلي، چې طالب چارواکو ژمنه کړې چې د افغانستان خاوره به د پاکستان پر ضد هېڅکله ونه‌کارول شي.

د افغانستان لپاره د پاکستان سفير منصور احمد خان یادې ورځپانې ته ویلي، چې دوی د هرې لارې مسله هواروي او زياته کړې يې ده په ترهګرو ډلو کې به ځينې خبرو ته تیار شي او د ځينو پرضد به پوځي عمليات وشي.

اړوند موضوعات: 

پاکستان ټي ټي پي / پاکستاني طالبانو ته د خبرو کولو وړاندیز کړی دی

سفیر منصور خان دغه راز ټینګار کړی، چې په کابل کې د طالبانو حکومت هېڅکله هم نه‌دي ویلي چې د پاکستاني طالبانو ملاتړ به کوي او یا به دوی ته ځای ورکوي.

د پاکستان سفیر دغه څرګندونې په داسې مهال کړي چې په افغانستان کې د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج‌الدین حقاني په منځګړیتوب د پاکستان حکومت او پاکستاني طالبانو ترمنځ خبرې ناکامه شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې عمرات خان څه موده وړاندې د ترکیې له ټي‌ار‌ټي تلویزیون سره په مرکه کې ویلي وو چې حکومت یې د افغان طالبانو په همکارۍ د پاکستاني طالبانو سره په خبرو بوخت دی.

Leave a reply