یونما: بلخ کې د بشر حقوقو د فعالانو د وژنې څېړنه باید وشي 

0
186

یونما: بلخ کې د بشر حقوقو د فعالانو د وژنې څېړنه باید وشي 

یونما که څه هم په خپله خبرپاڼه کې دا نه‌دي ویلي چې څوک باید دا څېړنې وکړي، خو لیکلي یې دي، ملګري ملتونه غوښتنه کوي چې په دې اړه دې چټک، خپلواک او په رڼه بڼه څېړنې وشي.

یونما ټينګار کړی چې مدني ټولنه باید هدف نه وي او عاملین یې باید له سزا معاف نه‌شي.

 

(2021 / 11 / 8  نېټه باغي ټلویزیون)

بشبړ راپور 

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ دفتر یا یونما وایي، چې په افغانستان کې د بشري حقونو مدافعینو د وژنو په تړاو باید څېړنې وشي.

د یونما له لوري په دې اړه خپره شوې خبرپاڼه په بلخ ولایت کې د ښځینه مدني فعالې فروزان صافۍ او په ننګرهار کې د بشري حقونو فعال هجرت الله وژنې هم غندلي دي.

یونما که څه هم په خپله خبرپاڼه کې دا نه‌دي ویلي چې څوک باید دا څېړنې وکړي، خو لیکلي یې دي، ملګري ملتونه غوښتنه کوي چې په دې اړه دې چټک، خپلواک او په رڼه بڼه څېړنې وشي.

یونما ټينګار کړی چې مدني ټولنه باید هدف نه وي او عاملین یې باید له سزا معاف نه‌شي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ په مزارشریف ښار کې څلور ښځینه فعالانې په مرموز ډول ووژل شوې. طالبان د دې پېښې په تړاو د دوه کسانو د نیولو خبر ورکړی دی.

Leave a reply