ننګرهار کې نن ورځ د بېلابېلو چاودنو پۀ ترڅ کې درې کسه وژل شوي دي

0
118

ننګرهار کې نن ورځ د بېلابېلو چاودنو پۀ ترڅ کې درې کسه وژل شوي دي

د عامې روغتیا ریاست مسوولینو رسنیو ته ویلي، چې د پېښې له ځایه درې جسدونه روغتون ته وړل شوي، خو د جسدونو د هویت په اړه یې څه نه دي ویلي.

په تېرو درېیو میاشتو کې په ننګرهار کې هدفي وژنې او چاودنې زیاتې شوي دي. طالب چارواکي وایي، چې د دې پېښو د مخنیوي هڅې یې پیل کړي دي.

 

(2021 / 11 / 7  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

ځایي سرچینې وایي، د ننګرهار مرکز جلال‌اباد ښار کې د دوو چاودنو له کبله درې کسان وژل شوي دي.

د یاد ولایت ځایي چارواکي وایي، چې یاده پېښه نن مخکې له غرمې د دې ښار دویمې ناحیې اړوند سیمه کې شوې ده.

د عامې روغتیا ریاست مسوولینو رسنیو ته ویلي، چې د پېښې له ځایه درې جسدونه روغتون ته وړل شوي، خو د جسدونو د هویت په اړه یې څه نه دي ویلي.

اړوند موضوعات: 

داعش ډلې د وړمې ورځې ننګرهار برید مسؤلیت ومانه

په تېرو درېیو میاشتو کې په ننګرهار کې هدفي وژنې او چاودنې زیاتې شوي دي. طالب چارواکي وایي، چې د دې پېښو د مخنیوي هڅې یې پیل کړي دي.

د ننګرهار امنیتي مسوولینو په یوه تازه اقدام کې نن په ریکشاوو کې د وسله‌والو کسانو پر انتقال هم بندیز لګولی دی.

Leave a reply