طالبانو پۀ ارزګان کې پۀ سټایلي وېښتانو جوړولو بندیز لګولی دی

0
112

طالبانو پۀ ارزګان کې پۀ سټایلي وېښتانو جوړولو بندیز لګولی دی

دوی دغه راز دوکاندرانو ته ګواښ کړی چې د سرغړونې په صورت کې به له دوی سره قانوني چلند وکړي.

په ورته مهال طالبانو تر دې وړاندې په هلمند او غور کې هم یو شمېر سلمانانو ته امر کړی چې ږیرې دې نه خرېيي او خلکو ته دې سټایلي ويښتان نه جوړوړي.

 

(2021 / 11 / 7  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور

د ارزګان ځايي خلک وایي، چې طالبانو په دې ولایت کې د سټایلي وېښتانو په جوړولو او د ږیرې پر خرېیلو بندیز لګولی دی.

د طالبانو د استخباراتو مسوولین د دې ولایت د ویښتانو جوړوونکو( سلمانانو) دوکانونو ته ورغلي او هغه ته ویلي چې سټایلي وېښتان جوړ نه‌کړي او ږیرې ونه‌خرېیي.

دوی دغه راز دوکاندرانو ته ګواښ کړی چې د سرغړونې په صورت کې به له دوی سره قانوني چلند وکړي.

په ورته مهال طالبانو تر دې وړاندې په هلمند او غور کې هم یو شمېر سلمانانو ته امر کړی چې ږیرې دې نه خرېيي او خلکو ته دې سټایلي ويښتان نه جوړوړي.

طالبانو تر اوسه په رسمي بڼه په دې هکله څه نه‌دي ویلي.

د یادونې وړ ده چې څۀ موده وړاندې هم د ا.ا.ا پۀ نوم د هلمند ولایت کې اعلاع نامې خپرې شوې؛ چې پکې ویل شوي ؤ چې خلک دې سټایلي وېښتا اړ ږیري نۀ جوړوي؛ خو پۀ غبرګون کې يې د ا.ا.ا د اطلاعاتو کلتور وزارت بیا دغه خبر رد کړی ؤ او ویلي يې ؤ چې دوی خپلو نظامیانو ته ویلي چې د چا پۀ شخصیاتو کې دې کار ونلري.

Leave a reply