ایراني سیاسي فعالان وايي چې د ایران وضعت ورځ تر بلې مخ پر خرابېدو دی 

0
205

په خپرې شوې اعلامیه کې راغلي چې ایران کې د فقر زیاتوالی به د اقتصاد د ترینګلتیا او احتمالي جګړې سبب وګرځي. دوی زیاته کړې ده چې که چېرته د ایران حکومت د خپلو خلکو د ستونزو د حل پر ځای پر بهرني سیاست تکیه همداسې ډېره وساتي نو د یوې کورنۍ جګړې احتمال له امکانه لرې نه دی.

(2021 / 11 / 7  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

په ایران کې یو شمېر سیاسي فعالانو د یوې ګډې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې په ایران کې ورځ تر بلې د خلکو اقتصاد خرابېږي او ورسره جوخت له اوسني نظامه د خلکو کرکه پراخه شوې ده.

په خپرې شوې اعلامیه کې راغلي چې ایران کې د فقر زیاتوالی به د اقتصاد د ترینګلتیا او احتمالي جګړې سبب وګرځي. دوی زیاته کړې ده چې که چېرته د ایران حکومت د خپلو خلکو د ستونزو د حل پر ځای پر بهرني سیاست تکیه همداسې ډېره وساتي نو د یوې کورنۍ جګړې احتمال له امکانه لرې نه دی.

د ایران حکومت تر اوسه په رسمي توګه په دې اړه څه نه دي ویلي.

Leave a reply