په تاریخي خیبرپاس ترافیکي پیښه کښې پینځه کسان ژوبل شوي دي

0
243

باغي ټي وي رپورټ
د ضلع خیبر په تحصیل جمرود کښې په تاریخي خیبر پاس دپیښور او تورخم په لویه لار یوه ترافیکي پیښه کښې لږ ترلږه ۵ کسان ژوبل شوي دي.

د ضلع خیبر ریسکیو ۱۱۲۲ د فتر نه جاري شوي وی رپورټ مطابق پیښه په جمرود تحصیل کښې شوې او په تخته بیګ سیمه کښې یو ټیکسي موټر او کیري ډبه یو بل سره ټکر شوي چې په نتیجه کښې ی دوه ماشومان او نور ۵ نته ټپیان شول.
د ډسټرکټ ایمرجنسي آفیسر سید شعیب منصور مطابق چې څنګه د پیښې اطلاع راغله نو امدادي ټیمو د پيښې ځای ته ولیږل شول او زخمیان ي روغتون ته ورسول.
یاده دې وی چې د ضلع خیبر ځای خلق او مشران د ریسیکو ۱۱۲۲ ایمرجنسي ټیم ډیره ستاینه کوي ځکه چې په سیمه کښې چې کومه ترافیکي پیښه یا بله کومه پیښه وشي نو ددې ادارۍ اهلکار په بیړني توګه د پيښې ځای ته ځان ورسوي او خدمت وکړي.

Leave a reply