په لنډیکوتل کښې د بلدیاتي ټاکنو لپاره هلې ځلې روانې دي

باغي ټي وي رپورټ
د ضلع خیبر په لنډیکوتل کښې د بلدیاتي ټاکنو لپاره هلې ځلې روانې دي، د سیاسي پارټیو مشران او آزاد امیدوارانو په د کلیو په کچه غونډې پیل کړي او د ټاکنو لپاره ی کمپاین پیل کړې دي.
د تفصیلاتو او معلوماتو ترمخه د لنډیکوتل په لرې پرته او روستو پاتې سیمه بازار ذخه خیل سیمه کښې هم د ځای خلقواو مشرانو غونډې روانې دي او په بلدیاتي ټاکنو کښې د شرکت کولو اعلان او فیصله کړې دې.
په دې اړه پخواني دقامي اسمبلي او صوبایی الیکشن لپاره د این اې ۴۳ او پي کي ۱۰۵ نه امیدوار شیرمت خان آفریدي په مشری کښې د ځایی مشرانو انو ځوانان سره یوه ناسته شوي دې او په راروان بلدیاتي الیکشن ی د شرکت کول اعلان کړې دې.
د لنډیکوتل ،جمرود او باړه په تحصیلونو کښې د بلدیاتي ټاکنو لپاره هلې ځلي په ډیر جوش او جذبې سره روانې دي او ځایی مشرانو او ځوانانو په حجرو او کلیو کښې غونډې شروع کړي دي.






