امریکايي نظامیان: پۀ افغانستان کې مو سترې تېروتنې وکړې 

0
108

امریکايي نظامیان: پۀ افغانستان کې مو سترې تېروتنې وکړې 

پتریوس وایي امریکا پر وخت له فساد سره مبارزه و نه کړه، د شتمنیو او لګښتونو په اړه بې پروا وو، د احتمالي خطرونو پر وړاندې پر وخت اقدام ونه شو او د امریکايي حکومت بې پامي او پر جګړو تمرکز هغه سترې تېروتنې وې چې امریکا یې اوسنۍ پایلې ویني.

 

(2021 /  11 / 7   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

امریکايي نظامیان وایي دوی په افغانستان کې سترې تېروتنې کړې دي.

د امریکا یوه پخواني پوځي جنرال ډېوېډ پټریوس چې پر مهمو څوکیو یې دنده ترسره کړې وايي، امریکا په افغانستان کې سترې تېروتنې وکړې چې له امله یې له اوسنۍ پایلې سره مخ دي.

اړوند موضوعات: 

امریکايي سناتور: د بایډن بېکیفایتۍ افغانستان لۀ سترې فاجعې سره مخ کړ 

  هغه وایي دوی په افغانستان کې له جګړې سره هممهاله په عراق کې نښتې پيل کړې، چې دا مسئله افغانستان ته د لږ پاملرنې سبب شوه او امریکايي حکومت میلیاردونه ډالر دغه هېواد ته واستول.

پتریوس وایي امریکا پر وخت له فساد سره مبارزه و نه کړه، د شتمنیو او لګښتونو په اړه بې پروا وو، د احتمالي خطرونو پر وړاندې پر وخت اقدام ونه شو او د امریکايي حکومت بې پامي او پر جګړو تمرکز هغه سترې تېروتنې وې چې امریکا یې اوسنۍ پایلې ویني.

هغه د امریکا په رهبرۍ کې کمزوري او د پلانونو نشتوالی هم ددې جګړې د ناکامۍ لامل بللی دی.

Leave a reply