د اسرائیلي ځواک یوړ لوړ پوړي قومندان ویلي چې د اسرائیلو د زوال وخت رارسېدلی دی

د اسرائیلي ځواک یوړ لوړ پوړي قومندان ویلي چې د اسرائیلو د زوال وخت رارسېدلی دی
نوموړي ټینګار کړی دی چې د اسراییل راتلونکې جګړه به د زیانونو له پلوه ډېره پراخه وي، داسې جګړه چې اسراییل به یې په تېرو کلونو کې پنځه فیصده هم نه وي تجربه کړې، ځکه ښایي هره ورځ له څو اړخونو پر دغه هېواد راکټونه او توغندي وورېږي.
(2021 / 11 / 7 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د اسراییلي ځواکونو یو لوړپوړي قومندان اسحاق بریک ویلي چې اسراییل نور د جګړې توان نه لري ځکه چې د یوې بلې جګړې پیل به دغه هېواد لسګونه کلونه شاته ستون کړي.
هغه زیاته کړې ده چې اسراییل د نابودۍ پر لور روان دی او په وینا یې دا خبرې له غوسې نه بلکې هغه حقایق دي چې انکار ترې نه شي کېدای.
نوموړي ټینګار کړی دی چې د اسراییل راتلونکې جګړه به د زیانونو له پلوه ډېره پراخه وي، داسې جګړه چې اسراییل به یې په تېرو کلونو کې پنځه فیصده هم نه وي تجربه کړې، ځکه ښایي هره ورځ له څو اړخونو پر دغه هېواد راکټونه او توغندي وورېږي.
هغه خبرداری ورکړی دی چې راتلونکې جګړه به نه یوازې انساني فاجعه رامنځته کړي بلکې د دغه هېواد بنسټونه به له منځه یوسي.