هند کې پۀ یوۀ روغتون کې د اور لګېدنې لۀ امله لس کسه وژل شوي دي

د هند روغتیايي چارواکي وایي چې پېښه د یوه روغتون په عاجله څانګه کې رامنځ ته شوې ده خو اصلي لامل یې لا هم نه دی روښانه.
د اوو ټپیانو له ډلې د دوو وضعیت یې ترینګلی ښوودلی شوی دی. هندي امنیتي مسوولین وایي چې د پېښې په اړه یې پلټنې پيل کړې دي او ژر به یې په اړه معلومات خپاره کړي.
(2021 / 11 / 7 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
هند کې په یوه روغتون کې اورلګېدنې اوولس کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده. د معلوماتو له مخې دغه پېښه تېره ورځ ناوخته رامنځ ته شوې او لس کسه پکې وژل شوي دي.
د هند روغتیايي چارواکي وایي چې پېښه د یوه روغتون په عاجله څانګه کې رامنځ ته شوې ده خو اصلي لامل یې لا هم نه دی روښانه.
د اوو ټپیانو له ډلې د دوو وضعیت یې ترینګلی ښوودلی شوی دی. هندي امنیتي مسوولین وایي چې د پېښې په اړه یې پلټنې پيل کړې دي او ژر به یې په اړه معلومات خپاره کړي.
په هند کې د دولتي روغتونونو د زړښت او سیستمونو د نه نوي کولو له امله وخت ناوخت دغه ډول پېښې رامنځ ته کېږي.