شمالي کوریا کې قحطي؛ خلک لۀ سخت ناورین سره مخ دي 

0
367

شمالي کوریا کې قحطي؛ خلک لۀ سخت ناورین سره مخ دي 

د جنوبي کوریا رسنیو په شمالي کوریا کې د خپلو سرچینو په حواله لیکلي چې هره ورځ د لوږې له امله د مړینې خبرونه ترلاسه کوي او په دغه هېواد کې د بشري ناورین خطر رامنځ ته شوی دی.

 

(2021 / 11 / 7  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

په شمالي کوریا کې د ژمي په را رسېدو قحطي پيل شوې ده.

د جنوبي کوریا رسنیو په شمالي کوریا کې د خپلو سرچینو په حواله لیکلي چې هره ورځ د لوږې له امله د مړینې خبرونه ترلاسه کوي او په دغه هېواد کې د بشري ناورین خطر رامنځ ته شوی دی.

راپورونه وایي چې د شمالي کوریا ټيټه طبقه خلک د خوړو له سخت کمښت سره مخ دي او حکومت هم د دوی د ژغورلو لپاره هېڅ پلان نه لري.

اړوند موضوعات: 

کیم جونګ اون: د هېواد او خلکو اقتصادي وضعت مو سم ندی، د سمېدو لپاره ئې کار کوم 

سرچینې رسنۍ ته ویلي چې هره ورځ ماشومان په لارو او سړکونو کې ګرځي، ډوډۍ غواړي او مشران یې په کورونو کې له مرګ سره لاس او ګریوان دي.

په جنوبي کوریا کې له شمالي کوریا تښتېدلې مېشتې کورنۍ هم وایي چې له خپلو خپلوانو یې بد خبرونه ور رسېږي او لوږې نږدې هره کورنۍ ځپلې ده.

Leave a reply