په کشمیري مسلمانانو د هند فوځ د ظلم او زیاتي نن ۸۲۵ ورځ
باغي ټي وي رپورټ
د هندوستان فوځ او حکومت له اړخه په کشمیري مسلمانانو ظلم ،زورزیاتۍ جاري دې، نن په په مقبوضه کشمیر کښې د هند فوځ له لوري لګول شوي ګرځبندیز ۸۲۵ اته سوه او پینځمه ورځ ده چې د هند فوځ او حکومت له اړخه په ملیونه کشمیري مسلمانان په خپلو کورونو کښې زنداني شوي دي.
پرون د خالي په ورځ ۶ نومبر په کنټرول لاین دواړو اړخونو ته او په ټوله نړۍ کښې کشمیري مسلمانانو د شهیدانو ورځ په دې نیت او مقصد ونمانځله چې کشمیري مسلمانان به د هندي فوځ او حکومت نه آزادي او خپلواکي ترلاسه کوي او خپلواکي او آزادي د کشمیري مسلمانانو جمهوري حق دې.
د اې پي پي یو رپورټ مطابق په کال ۱۹۴۷ د نومبر میاشتې په اوله اونۍ کښې د ډوګره مهاراجه هري سنګهه د ځواکونو او د هندوانو انتها خوښو ګروپ د غړو له خوا هغه کشمیري مسلمانان په ډیر بې رحمې سره شهیدان کړل کومو چې غوښتل چې پاکستان ته هجرت وکړي.
دا ورځ کشمیري مسلمانان ددې ارادې او مقصد سره ونمانځله چې دوی په د هندوستان نه خپلواکي اخلي ځکه چې آزادي د کشمیري مسلمانانو حق دي.
د یادونې ده چې په ۵ اګست کال ۲۰۱۹ د هندوستان صدر له طرف نه د یو صدارتي حکم په ذریعه د کشمیر ځانګړې حیثیت ختم کړې شو او د هغې ورځ نه په مقبوضه کشمیر کښې هند حکومت او فوځ کرفیو لګولې چې کشمیري مسلمانان ددې غیرجمهوری او د ظلم صدارتی حکم په ضد احتجاج و نه کړي.