په تورخم پوله د عام مسافرو تګ راتګ جاري دي

باغي ټي وي رپورټ
په پاک افغان پوله تورخم سرکاري سرچینې او چارواکي وایی چې په پوله د عام مسافرو تګ راتګ روان دې، په ۶ نومبر د افغانستان نه ۲۲۱۳ افغانان د افغانستان نه پاکستان ته داخل شوي دي.
د سرچینو ترمخه په دې افغانانو کښې ۲۹ افغان مریضان او دې مریضانو سره ددوی نور ۲۶ خپلوان هم شامل وو چې د تورخم له لار پاکستان ته راغلل.
د سرچینو د رپورټ مطابق د افغانستان نه ۲ دوه د بهرنیو هیواد وګړي هم پاکستان ته داخل شول، په دې بهرنیوهیوادونو وګړو کښې یو کاناډایی او بل د پولینډ هیواد تن شامل وو چې پاکستان ته راغې.
د سرچینو ترمخه د صادراتو او د وارداتو تجارتي توکو ۶۳۲ ټرکونه هم په بارډر پورې وتل، په دې ټرکونو کښې ۳۲۲ د پاکستانی صادراتو مال نه ډک ټرکونه افغانستان ته لاړل او د افغانستان تجارتی مالونو نه ډک ۳۱۰ ټرکونه د افغانستان نه پاکستان ته راداخل شول.
رسنیو سره په خبرو کښې افغان اولس، زده کوونکو د پاکستان حکومت څخه مننه کړې چې دوی لپاره ی د پاکستان ته سفر کولو اجازت ورکړې او په پوله ی سفري بندیزونه لرې کړل.






