وزیراعلی د مانسهرې دوره، یوې لوی عوامي جلسې ته ی وینا کړې

0
439

باغي ټي وي رپورټ
د خیبر پښتونخوا وزیر اعلی محمود خان په مانسهره کښې عوامي جلسو ته په خپله وینا کښې ویلي دي چې د پي ټي حکومت په ملک کښې عام اولس ته د صحت کارډ، راشن کارډ او ایجوکیشن کارډ په شکل کښې سهولتونو او اسانتیاوي ورکوی او غواړي چې د عام او غریب اولس ستونزې کمې کړي.

په مانسهره کښې اولسي غونډو ته وینا کښې وزیر اعلی اوویل چې دا وخت په هیواد کښې که یو طرف مشکل دې خو بل طرف دا ستونزه او ګرانې عارضی ده، حکومت غواړي چې په ګرانۍ کنټرول راولي خو دې لپاره به اولس هم حکومت سره مرسته کوي.
هغه اوویل چې کوم لیډر او مشر چې د غریب لپاره فکرمند وی نو هغه به بیا په هیواد کښې ګراني ولې راولي، هغه اوویل چې په نړۍ کښې هغه قومونو ترقي کوي کوم چې د سختو حالاتو په بهادرۍ سره مقابله وکړي او ستونزو او مشکلاتو ته ماتې ورکړي. هغه اوویل چې په را روان بجټ کښې به اولس ته ریلیف ورکړو او که ډیر ضرورت شو نو ترقیاتي فنډونه هم د عام اولس د ریلیف لپاره استعمالولې شو.
نوموړي اوویل چې موجوده حکومت یو ځانګړي پلاننګ او انتظام ترلاندې د صحت ، ذراعت ، صنعت او یو شمیر نورو میدانونو کښې مخ په وړاندې روان دې ، هغه زیاته کړه چې په صوبه کښې د فوډ سیکوریټي پالیسی عملی کولو اعلان کړې دې چې زمونږ صوبه په ذراعتي پیداوار کښې خود کفیله شی .
…………………………………………………………………….

Leave a reply