په تیرا کښې ملزم په پولیسو ډزې کړي

0
232

باغي ټي وي رپورټ
د ضلع خیبر په لرې پرته او د ترهګرۍ په ضد په جنګ کښې بده متاثره سیمه وادي تیرا کښې د یو ملزم له اړخه په ډزو کښې یو پولیس اهلکار ټپي شوې دې.

د پولیس سرچینو او د تیرا پولیس سټیشن مطابق د شلوبر لواني چینه په سیمه کښې مقامي پولیسو د ملزم په کور چهاپه اووهله ، د پولیسو مطابق ملزم په پولیسو ډزې پیل کړي چې په پایله کښې ی یو پولیس اې ایس آیی عمر خان ټپي شو.
د سرچینو مطابق زخمي پولیس اهلکار روغتون ته وړل شوي او د سرچینو مطابق روغتیایی حالت ی ښه دې، یاده دې وی چې تیرا د ضلع خیبر هغه سیمه ده چې د افغانستان سره پوله لري او په تیر وخت کښې د پاکستان سیکوریټي ځواکونه په دې سیمه کښې وخت په وخت د وطن دښمنه خلقو او ګروپونو په ضد عملیات کړي دي.

Leave a reply